په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶ مې غونډې د جولای تر اتمې نېټې هم دوام درلود.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو کارپوه اشويني يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې که څه هم په امريکا کې توکم پالنه او نژادي تبعيض د پاملرنې وړ دی، خو دغه ستونزه لاهم موجوده او په سيسټماټيک ډول پرمخ روانه ده.
نوموړي ويلي، په امريکا کې له نژادي پلوه ګوښه شوې ډلې لاهم له سيسټماټيکې توکم پالنې سره مخ دي او ډېری خلک يې پر دې اند دي، چې ياده ستونزه د هوا په څپو کې ښکته پورته کيږي او له زانګو تر قبره به ورسره مل وي.
د اشويني په وينا، د خلکو يادې څرګندونې په امريکا کې د توکمونو د بې عدالتۍ د سختې ستونزې ښکارندويي کوي.
نوموړي زياته کړې، په امريکا کې سياسي افراطيت او اقتصادي بې ثباتۍ د نفرت د پيدا کېدو لپاره زمينه برابره کړې او له نژادي پلوه ګوښه شوو ډلو په اړه يې د خلکو ناسم پوهاوی زيات کړی دی.
نوموړې پدې اړه يو لړ وړانديزونه کړي او ويلي يې دي، چې د نژادي تبعيض د لرې کولو کمېټه او د بشري حقونو د چارو کمېټه او د قانون د تطبیق پر مهال د نژادي برابرۍ د کارپوهانو ميکانيزم جوړ شي.