ايران: له اوسنيو ډيپلوماتيکو لاسته راوړنو په ګټې اخيستنې به بنديزونه ليرې کړو
CMG2024/07/09 10:09:36
شريکول:

 

د ايران د خارجه وزارت وياند ناصر کنعاني پر ځايي وخت د جولای په ۸مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې اوس له ګټور بهرني چاپېريال سره مخ دی او نوی حکومت له اوسنيو ډيپلوماتيکو لاسته راړونو څخه په ګټې اخيستو کولی شي، چې پر دغه هېواد لګيدلي بنديزونه ليرې کړي او هم د چين په شمول له دوستو هېوادونو سره خپلې اړيکې نورې هم ټينګې کړي.

کنعاني ويلي، د ايران ډيپلوماتيکې تګلارې روښانه دي او د دولتي او ملي شرافت پر بنسټ به له مختلفو هېوادونو سره تعامل وکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره به خپلې اړيکې پياوړې کړي او له څواړخيزم څخه به ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، ايران اوس د برېکس او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول څواړخيزو ميکانيزمونو کې ګډون لري او له څو ګاونډيانو سره يې په اړيکو کې ښه والی راغلی دی.

نوموړي زياته کړې، ايران اوسمهال له امريکا سره په غير مستقيم تماس بوخت دی او اړوند جزييات به يې په مناسب وخت کې خپاره شي.

( سپوږمۍ)