پولنډ او اوکراين د امنيت دوه اړخيز تړون لاسليک کړ
CMG2024/07/09 10:05:00
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي پولنډ ته په رسمي سفر تللی او د جولای په ۸مې نېټې يې د دغه هېواد له لومړي وزیر ډونالډ توسک سره په پلازمېنې وارسا کې د امنيت دوه اړخيز تړون لاسليک کړی دی.

په دغه تړون کې راغلي، چې پولنډ به د هوايي دفاع، د انرژۍ امنيت او بيا رغونې په ساحو کې له اوکراين سره مرستې وکړي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک د تړون تر لاسليک وروسته رسنيو ته ويلي، چې په دغه تړون کې خيالي ژمنې نشته او دواړه خواوې به هرې ژمنې ته د عمل جامه اچوي.

له دې وړاندې، امريکې، بريتانيې، فرانسې، المان او اروپايي ټولنې هم له اوکراين سره ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.