وانګ یي د بېلاروس له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
CMG2024/07/09 13:57:38
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۸مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د بېلاروس له بهرنیو چارو وزیر مکسیم ریژنکوف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږيدلي دي.

وانګ یي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چین او بېلاروس اړیکو د رئيس شي جین پینګ او لوکاشنکو تر ستراتيژيکو لارښوونو لاندې ښه پرمختګ کړی او چين به له بېلاروس سره د دواړو مشرانو مهمې موافقې ښې پلې کړي او د دواړو هېوادونو د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته به دوامداره وده ورکړي.

نوموړي ويلي، چین به د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه له ټولو خواوو سره د شانګهای روحيه پراخه کړي، د یووالي او متقابل اعتماد، د سولې او ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ، ښه ګاونډیتوب او عادلانه ”پنځه ګډ کورونه“ به اباد کړي او د شانګهای سازمان د اغېز د پراخولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ریژنکوف د رئيس شي جين پينګ د نړيوالو نوښتونو او وړانديزونو ډېره ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې بېلاروس به په دغو نوښتونو کې هر اړخيز ګډون وکړي، څواړخيزتوب به پلی او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي.