د فرانسې د صدر اعظم استعفا ونه منل شوه
CMG2024/07/09 09:59:42
شريکول:

د فرانسې رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ايمانويل ماکرون د جولای په ۸مې نېټې د صدر اعظم ګابريل اټال استعفا نه ده منلې او ترې غوښتي يې دي، چې د هېواد د ثبات په پار پر خپلې دندې د لنډ مهال لپاره پاتې شي.

د فرانسې کورنيو چارو وزارت د همدې ورځې په سهار وختي د پارلماني ټاکنو پايلې خپرې کړي، چې د کيڼې خوا د خلکو نوې جبهې او ملګرو يې د ۱۸۷ څوکيو په ګټلو سره لومړی ځای خپل کړی، واکمن ګوند ۱۵۹ څوکې ترلاسه کړي او د ښي خوا ملي اتحاد او ملګرو يې ۱۴۲ څوکې ګټلې دي.

د فرانسې د سياسي دود له مخې، د پارلماني ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته، چې پايلې يې هرڅنګه وي، صدر اعظم به ولسمشر ته استعفا وړاندې کوي.

( سپوږمۍ)