د روسيې او هند مشرانو د اوکراين شخړې په اړه خبرې اترې وکړې
CMG2024/07/10 10:53:08
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۹مه نېټه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نارېندرا دامودارداس مودي سره د خپلمنځي اړيکو او د اوکراين شخړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ولاديمير پوتين په خبرو کې ويلي، روسیې او هند اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پياوړې کړې دي. دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو، د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم او د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې په نړیواله کچه همکارۍ کړې دي.

نارېندرا دامودارداس مودي د اوکراين شخړې په اړه ويلي، هند د اوکراین شخړې پر سوله ییز حل باور لري او غواړي په دې اړه له روسيې سره مرسته وکړي.

د هند صدراعظم نارېندرا دامودارداس مودي د جولای له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه.