په سوريه کې د اسرائيلو بريدونو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې
CMG2024/07/10 10:54:57
شريکول:

د سوريې شام ايف ايم راډيو د جولای په ۹مه نېټه خبر ورکړی، اسرائیل په همدې ورځ له دمشق څخه د لبنان پلازمېنې بيروت ته د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې پر یو موټر بريد کړی او له امله يې په موټر کې سپاره کسان وژل شوي دي.

په دغه راپور کې د وژل شويو کسانو د شمېر او هویتونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په بريتانيې کې د سوريې د بشري حقونو څار سازمان ويلي، چې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې يو موټر د جولای په ۹مه نېټه له دمشق څخه بيروت ته روان و چې د اسرائيلو بې پيلوټه الوتکې لخوا ورباندې بريد شوی.

سرچینې ويلي، په موټر کې د لبنان حزب الله وسله والې ډلې دوه کسان وژل شوي دي او يو بل سوريايی موتروان سخت ټپي شوی دی.

په خبر کې د پېښې دقیق ځای نه دی یاد شوی.