د چين د کمونيست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه به د جولای له ۱۵مې نېټې تر ۱۸مې نېټې پورې تر سره شي. په ياده غونډه کې به د اصلاحاتو پر ژورولو او د چين د عصري کولو د پروسې پر چټکولو بحثونه وشي. اصلاحات او ورخلاصون د چين دويم انقلاب ته بڼه ورکوي او د چين او نړۍ دواړو لپاره د پراختيا او پرمختګ يو تاريخي سفر ګڼل کيږي. دې بهیر چين ته په بشپړه توګه بدلون ورکړی او پر نړيوال وضعيت یې هم اغېز ښندلی دی.
په تېرو څلورو لسيزو کې اصلاحات د چين د عصريتوب تر ټولو مهم ټاکونکی عنصر ګڼل کېږي. دغه راز اصلاحات د چين د عصريتوب د بنسټ ډبره ګڼل کيږي چې د دغه هېواد ګڼ نفوس یې د پراختيا لپاره پر يوه امتياز بدل کړی، په نړيوال اقتصاد کې یې د هغه ادغام اسانه کړی او د عصريتوب لپاره یې تاريخي فرصتونه رامنځته کړي دي. په تېرو څلورو لسيزو کې د چين تجربې ښيي چې د اصلاحاتو بدلوونکی ځواک د چيني ټولنې د انرژۍ او سرزندګی په پرانيستلو کې نغښتی دی، د چټکې پراختيا فرصت یې رامنځته کړی او چين یې د نړۍ د دويم لوی اقتصادي ځواک په توګه دې موقف ته رسولی دی. تر ټولو مهمه دا چې دې چارې د کليوالو کارګرانو ځواکونو ته ازادي ورکړې چې له صنعتي او خدماتي سکټورونو سره يو ځای شي، په دې توګه په کوچنيو ښارونو او ښارګوټو کې د کاروبارونو پراختيا ته زمينه برابره شوې ده. له صنعتي کارځواکونو سره په لويه کچه د کليوالي کارګرانو يو ځای کېدو پر ستر صنعتي ځواک د چين له بدليدو سره د پام وړ مرسته کړې ده.
په زده کړو او ساينس کې اصلاحات راوستل د نړيوال سيالتوب او ملي عصريتوب لپاره اړين دي. د ۱۹۷۰يمې لسيزې په وروستيو کې چين ساينس او ټکنالوژي ابتدايي توليدي ځواکونه وګڼل، د کالجونو د کانکور ازموينې یې بيا و ارزولې او د ملي زده کړو په پروسه کې یې اصلاحات راوستل. چين د يادو اصلاحاتو ثمره ترلاسه کړه او په څه باندې څلورو لسيزو کې یې د لوړو زده کړو خورا ښه استعدادونه ترلاسه او ټولنې ته وړاندې کړل چې د راتلونکي عصريتوب لپاره اړين دي.
اقتصادي اصلاحات هم په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين د بدلونونو د بنسټ ډبرې وې. دغو اصلاحاتو دولتي کاروبارونه احيا کړل، د کارموندنې روحيه یې را وپاروله، خصوصي سکټور یې پياوړی کړ او په چين کې یې د پام وړ بهرنۍ پانګونې ته زمينه برابره کړه.
د چين پراختيا ته د قوت او عصريتوب ته یې د نوې انګېزې د بښلو لپاره اصلاحات اړين دي. ټولنه په لېوالتيا سره یادې غونډې ته انتظار باسي څو د اصلاحاتو د ژورولو او د چين د عصريتوب لپاره پرېکنده لارښوونې وړاندې کړي.
د دې ليکنې ليکوال، وانګ چون ګوانګ د چين د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کې د ټولنپېژندنې انسټيټيوټ مرستيال او د ټولنیزو تګلارې د څېړنو مرکز مدیر دی.