د هالنډ ASML اجرائيوي مشر چين ته پر صادراتو له محدوديت سره مخالف دی
CMG2024/07/10 10:15:21
شريکول:

د ASML په نوم د هالنډ د سېميکندکټرو وسايلو مشهور شرکت اجرائيوي مشر کريستوف فوکيټ او پخواني نسل يې پيټر وېنينک په دې وروستيو کې په جلا جلا توګه رسنيو ته چين ته پر صادراتو له امريکايي محدوديت سره مخالفت څرګند کړی دی.

د هانديلسبلټ په نوم د جرمني يوې ويبپاڼې د جولای په ۹مې نېټې د ښاغلي کريستوف فوکيټ په قول ويلي، دا غير علاقانه کړنه او د لويډيځو هېوادونو په ګټه نه ده چې چين ته د صادراتو په پار د ASML پر اړوند توليد محدوديت ولګوي.

هغه ويلي، اوس د موټرو چارې په ځانګړي توګه د جرمني موټرو چارې خورا زياتو پرمختللي چيپونو ته اړتيا لري. خو لويډيځ هېوادونه په دې چارو کې کمه پانګونه کوي او دې ته ليوالتيا لري چې چيپونه په چين کې توليد شي.

( سپوږمۍ)