د چين سيانسپوه د مارسيل ګروسمن جايزه تر لاسه کړه
CMG2024/07/10 10:09:00
شريکول:

د فاسټ(FAST) په نوم د چين د راډيويي تليسګوپ پروژې مشر سيانسپوه لي دي پر ځايي وخت د جولای په ۹مې نېټې د مارسيل ګروسمن جايزه (Marcel Grossmann Award)تر لاسه کړه. هغه د چين لومړی سيانسپوه دی چې ياده جايزه يې ګټلې ده.

د مارسيل ګروسمن ۱۷مه غونډه د روانې مياشتې له ۷مې نه تر ۱۲مې نېټې پورې د ايتاليا په ختيځ پېسکرا ښار کې تر سره شوه. دا غونډې په ۹مې نېټې د راډيويي تليسګوپ په برخه کې د وتلي خدمتونو په پار چيني سيانسپوه ته جايزه ورکړې ده.

د فاسټ(FAST) په نوم د چين ۵۰۰ متره قطر لرونکی راډيويي تليسګوپ چې د دغه هېواد په ګوی جو ولايت کې پروت دی، اوس د نړۍ تر ټولو لوی راډيويي تليسګوپ بلل کېږي.