په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې وویل، چین یو ځل بیا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پر ټولو خواوو غږ کوي چې زغم وساتي، منل شوي نړیوال بشري قوانین رعایت کړي او پر ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو له بریدونو ډډه وکړي.
ګنګ شوانګ وویل، جګره او او تاوتریخوالی ګټونکی نه لري، له پوځي لارې دایمي سوله نشي راتلای . د چین د دولت رئيس شي جین پینګ په دې وروستیو کې له بهرنیو مشرانو سره په کتنو کې ویلي، ژر تر ژره دې اوربند وشي او د سياسي حل لارې لټول د ټولو خواوو په ګټه دي. اوس دا مهمه ده چې د دې درېیو اصولو وشي چې د جګړې میدان باید پراخ نشي، جګړه باید لا سخته نه شي او ټول اړخونه باید کړکېچ ونه پاروي، تر څو ژر تر ژره وضعیت کنټرول شي. نړیواله ټولنه دې د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو د بيا پيلېدو لپاره مرسته وکړي.
که یوازې ټول لوی هېوادونه د منفي اغیزو پر ځای مثبته اغیزه وشیندي، نو د جګړې اوربند به ژر مړ شي.