د ناټو سرمشريزه پر ځايي وخت د جولای په نهمه نېټه په واشينګټن کې پرانيستل شوه. روان کال د ناټو د جوړېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. امريکا ادعا کړې چې دغه غونډه د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهيسې تر ټول اهمت لرونکې غونډه ده. خو په حقيقت کې د دغې غونډې اجنډا د تېرو درېیو کلونو له تر سره شويو غونډو سره يو شان ده او لاهم د پوځي ځواکونو د پياوړتيا، له اوکراين سره د مرستو او په نړۍ کې د همکاريزو اړيکو اړوندو پلانونو سره تړاو لري. له غونډې مخکې د ناټو سرمنشي ستورتنبورګ داسې ويلي چې په اندو-پاسفيک سيمې کې له همکارانو سره نږديو همکاريو ته اړتیا لرو تر څو د چین پروړاندې مقاومت وکړو. د عامو افکارو په اند ناټو غواړي چې د چين په پلمه د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې لاسوهنه وکړي او اد امریکا باداري وساتي.
ناټو د سړې جګړې د پاتې شونې او په نړۍ کې تر ټولو لوی پوځي ګروپ په توګه له جوړېدو راهيسې د امريکا هغه وسيله ده چې له خپلو ملګرو هېوادونو سره د همکاريو له لارې له نورو هېوادونو تقابل او پروړاندې يې مقاومت کوي او له ملګرو هېوادونو پرته نورهېوادونه کنترولوي. د سړې جګړې په موده کې ناټو د امريکا په مشرۍ د لوېديځو اروپايي هېوادونو د کنټرول له لارې د شوروي اتحاد مخنيوی کړی او د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته يې د اروپايي هېوادونو په کنترول سره روسيه ګوښه کړې ده. په تېرو لسو کلونو کې امريکا د نړيوالې ستراتيژۍ پام اسيا او ارام سمندري سيمې ته اړولی او چین يې د ستراتيژيک سيال په توګه بللی، د دې ترڅنګ يې ګام په ګام غوښتي چې د اروپا دفاعي چارو له سرې کرښې څخه ووځي او د اسيا او ارام سمندري سيمې په چارو کې لاسوهنه وکړي چې همدا يوه خطرناکه نښه ده.
دا د پاملرنې وړ خبره ده چې په وروستیو کلونو کې د امريکا په مشرۍ د ناټو سرمشريزې د يو لړ اعلامیو په خپرولو سره د چین د ګواښونو په تړاو پروپاګند خپور کړی او غوښتي یې دي چې چين د دښمن په توګه معرفي کړي او د دې سيمې هېوادونه اړ کړي چې له هغوی څخه ملاتړ وکړي.اوس د جاپان، د کوريا جمهوريت او استراليا مشرانو کله نا کله د ناټو په سرمشريزو کې ګډون درلود او د دې ترڅنګ امريکا د ناټو له ځينو غړو هېوادونو سره يو ځای د جنوبي سمندرګی، د تايوان تنګي او د تش په نامه د بېړيو د ازاد تګ راتګ په شمول د مسئلو په پلمه د اسيا او ارام سمندري سيمې د هېوادونو په منځ کې تقابل لمسولی او د پوځي مداخلو له لارې يې د دې سيمې په چارو کې د لاسوهنې لپاره زمينه برابره کړې ده.ظاهرا امريکا په اسيا او ارام سمندري سيمې کې د ناټو د اغيزو د خپرولو لپاره ډېر کارونه تر سره کړي، خو په حقيقت کې دا امکان نشته چې ناټو په اسيا کې له سيمه ييزو هېوادونو سره د همکاريو له لارې چين کلابند نه کړي او په دې سيمه کې د تش په نامه نوی امنيتي جوړښت رامنځته نه کړي.
لومړی د اسيا او ارام سمندري سيمې زياتره هېوادونه د ناټو د راتګ هرکلی نه کوي او نه مني يې. ناټو ځان هغه اتحاد بولي چې پکې د غړو هېوادونو ارزښتونه يې يو شان دي، خو د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونه رنګا رنګ سياسي نظامونه او تمدني ځانګړتياوې لري، نو په دې وجه به هغوی د لويديځو هېوادونو ارزښتونه او ناټو ونه مني. دغه راز امريکا ناټو د خپلې بادارۍ د لټولو په موخه ستراتيژيکې وسيلې بولي، خو د اسيا او ارام سمندر سيمې زياتره هېوادونو له بادارۍ سره مخالفت ښودلی، نو هغوی به ناټو ته اجازه ور نه کړي چې په دې سيمې کې باداري ولټوي.
دوهم د ناټو په دننه کې هغه غړي هېوادونه هم ډېر دي چې په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د ناټو له پراخوالي سره مخالفت کوي. د ناټو اروپايي غړو هېوادونو هيله ښودلې چې سازمان يې د اروپا ځاني امنيتي مسئلو ته پام واړوي. د دوی په اند که د غړو هېوادونو له خوا ور کړل شوې سرچينې په اسيا او ارام سمندري سيمې کې وکارول شي، نو دا به په اروپا کې د ناټو امنيتي رول کمزوری کړي. د المان او فرانسې په شمول عنعنوي اروپايي هېوادونه او تر سړې جګړې وروسته په ناټو کې شامل شوي هېوادونه په دې سيمې کې د ناټو له پراخوالي سره مخالفت کوي.
په عين وخت کې که څه هم ناټو د چین د ګواښونو په تړاو پروپاګند خپروي، خو زياتره غړي هېوادونه له چين سره ثابتې اړيکې ساتي. دغه راز د اسيا او ارام سمندري سيمې زياتره هېوادونه هم په دې اند دي چې چين د سيمې او حتی د نړيوال ثبات او سمسورتيا بنسټ دی. نو په دې وجه د چين په پلمه د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې د مداخلې لپاره د ناټو دسيسه به خامخا ناکامه شي.