چین: ناټو د چين په پلمه په اسيا او ارام سمندر سیمه کې تاوريخوالی جوړوي
CMG2024/07/10 15:46:25
شريکول:

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې وروستیو کې د دغه سازمان له سرمشریزې مخکې په يوې خبري ناستې کې د دې سرمشریزې یوه موضوع د ناټو نړیوالې همکاريزې اړيکې بللې او ويلي يې دي، په اوکراین کې شخړه ښیي چې د ناټو خوندیتوب پر سیمې، بلکې پر ټولې نړۍ پورې اړه لري. نو موږ دې د اندوـ پاسيفيک سیمې له همکارانو سره نږدې همکارۍ وکړو.

د ده په خبره، ناټو به د استرالیا، د کوریا جمهوریت، جاپان او نیوزیلانډ په شمول څو هیوادونو سره د اوکراین په ګډون په ځینو مسئلو کې د همکارۍ خبرې وکړي او د روسیې، ایران، د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت او چین پروړاندې ګډه مقابله وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د جولای په ۹مه نېټه د یاد خبر په غبرګون کې وویل، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې ناټو پر چین بې دليله تورونه لګوي، خپله پړه پر نورو اچوي، د چين په پلمه د اسيا او ارام سمندر پر سيمې خپل نفوذ پراخوي او سيمه ييز حالات ويجاړوي.

لین جیان دا هم ویلي، ناټو تر سړې جګړې وروسته پاتې او د نړۍ تر ټولو لوی پوځي سازمان په توګه له يوې خوا ځان سيمه ييز او دفاعي سازمان بولي، له بلې خوا پر نورو سيمو خپل اغېز پراخوي، تقابل پاروي او د تسلط د ساتلو هڅه کوي. د ناټو تش په نوم خونديتوب د نورو د امنيت په بيه ساتل کېږي او کړنې يې ټولې نړۍ او سيمې ته خورا ستر امنيتي خطرونه جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې چين د نړيوالې سولې جوړونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی دی او د اوکراين شخړې په شمول تودو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو کې يې عادلانه او عيني دريځونه او رغنده رول د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړې دي.