د غزې په جنوب پر يو ښوونځي اسرائيلي بريد لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي
CMG2024/07/10 10:11:52
شريکول:

په غزې کې يوې سرچينې ويلي، اسرائيلي ځواکونو د جولای په ۹مې نېټې د خان يونس پر يو ښوونځي بمبارۍ کړې چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او نور زيات ټپيان دي.

د خبر له مخې، په دغه ښوونځي کې زيات شمېر بې کوره کسان اوسېږي، نو د مرګژوبلې شمېر ممکن زيات شي.

د حماس د رسنيزو چارو دفتر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د ياد بريد سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، په همدې ورځ د اسرائيلي ځواکونو په نورو بريدونو کې هم سخته مرګژوبله رامنځته شوې ده.

اسرائيل تر دې دمه کومه اعلاميه نه ده خپره کړې.