د چين د موټرونو صنعتي ټولنې د خبر له مخې، د سږکال له جنورۍ څخه تر جون پورې د دې هېواد د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرونو د تولید او پلور اندازې په ترتیب سره ۴ ميليونو او ۹۲۹ زرو عرادو او ۴ ميليونو او ۹۴۴ زرو عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰.۱ سلنه او ۳۲ سلنه زياتوالی ښيي.
د یادې ټولنې د مرستيال سرمنشي چن شه هوا په خبره، د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين د موټرونو صادراتي شمېر ۲ میليونو او ۷۹۳ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰.۵ سلنه زياتوالی ښيي.