د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۰مې نېټې د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې پر فليپين غږ کړی چې په جنوبي سمندرګي کې بايد خپله پاتې پوځي بيړۍ وباسي او د ژن ای پرېښې په شاوخوا کې د چاپېريال د خرابېدو مخنيوی دې وکړي.
يو خبريال په همدې خبري ناستې کې دا پوښتنه کړې، د چين د طبيعي سرچينو د جنوبي سمندرګي چاپېريال مرکز او د طبيعي سرچينو وزارت د جنوبي سمندرګي پرمختيايي انستيتوټ د روانې مياشتې په ۸مې نېټې په ګډه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې د چين په جنوبي سمندرګي کې د فليپين پاتې پوځي بيړۍ د ژن ای پرېښې شاوخوا ايکولوژیکي سيستم پر تنوع، ثبات او دواملرونکي پرمختګ خورا منفي اغېز کړی دی. خو فليپيني لوري د جولای په ۹مې نېټې پر چين تور ولګاوه چې د جنوبي سمندرګي چاپېريال يې خراب کړی دی. چين په دې اړه څه نظر لري؟
د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان دې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، ژن ای پرښه د چين د نان شان ټاپوګانو يوه برخه ده. چين تل د شاوخوا چاپېريال ساتلو ته په درنه سترګه ګوري او اړوند اغېزمن تدبيرونه يې نيولي او نيسي يې.