شي جين پينګ د بنګله ديش له صدر اعظمې شيخ حسينې سره وکتل
CMG2024/07/11 10:48:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۰مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د بنګله ديش له صدر اعظمې شيخ حسينې سره وکتل. دواړو مشرانو د چين او بنګله ديش ترمنځ د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت د جوړېدو اعلان کړی دی.

شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين د دواړو هېوادونو د پخواني نسل مشرانو ترمنځ ژورې دوستۍ په مينه ساتي او هيله لري چې په راتلونکي کال کې د خپلمنځي سياسي اړيکو ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په فرصت د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي پرمخ بوزي، په مختلفو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ پراخې او ژورې کړي او د دواړو هېوادونو هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ته لا نور پرمختګ ورکړي.

د بنګله دېش صدر اعظمې شيخ حسينې په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې غواړي له چين څخه د پرمختيايي تجربو زده کړه وکړي، د اقتصاد او سوداګرۍ، زيربناوو او د بېوزلۍ له منځه وړلو په شمول چارو کې له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړي او د ځوانانو تګ راتګ او کلتوري تبادلې پياوړې کړي.