فليپین د جنوبي سمندرګي ايکولوژيکي چاپيريال ته زيانونه رسوي
CMG2024/07/11 15:38:06
شريکول:

دوه ورځې مخکې د چين حکومت د جنوبي سمندرګۍ په تړاو دوه راپورونه خپاره کړي چې يو يې د هوانګ يان ټاپو په شاوخوا سمندري سيمه کې د ايکولوژيکي چاپيريال د ارزونې راپور او بل يې د ژن اې پرښې په شاوخوا کې د فليپين پاتې پوځي بېړۍ په اثر د ايکولوژيکي سيستم د زيانمنېدو تحقيقاتي راپور دی.د يادو دوو راپورونو له مخې د هوانګ يان ټاپو په شاوخوا سمندري سيمه کې ايکولوژيکي چاپيريال او د مرجان حالت ښه ساتل کيږي، خو د ژون ای پرښې ايکولوژیکي سيستم زيانمن شوی چې عمده لاملونه يې د دغې پرښې په شاوخوا کې د فليپين پوځي بيړۍ پاتې کېدل او اړوند انساني فعاليتونه دي.

دغه شواهد ښيي فليپين د جنوبي سمندرګي چاپېريال ته زيانونه رسولي. خو فليپين سپين ته تور وايي او د جولای په ۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې يې ويلي، چين د دې سیمې مرجان ته زيانونه ورسول. حقيقت دا دی چې د فليپين د دروغو په مطرحولو سره د چين پر جنوبي سمندرګي تېری کوي، خو نړيواله ټولنه به اړوند سوتفاهم و نه لري. يوازې ترې ښکاري چې فليپين په دې سيمه کې د ايکولوژیکي سيستم تخريب کوونکی دی.

راځئ چې د چين دوو راپورونو ته وګورو. چين د سپوږمکۍ په ليرې کنټرول او د واقعي تحقيقاتي شمېرو له مخې کشف کړی، د فليپين هغه زړه پوځي بېړۍ چې د ژون اې پرښې په سمندر کې د ۲۵ کلونو لپاره ناقانونه پاتې شوې، د شاوخوا ايکولوژيکي سيستم پر تنوع، ثبات او دواملرونکي پرمختګ يې سخت منفي اغېز کړی دی. د دې حالت پر وړاندې چين له فليپين څخه غوښتنه کړې چې ياده پوځي بېړۍ وباسي. دا نه یوازې د چين د ملي حاکميت او سمندري حقونو د ساتلو مناسبه کړنه، بلکې د شاوخوا ايکولوژيکي سيستم د پر له پسې زيانمنېدو مخنیوی په پار د سمندري چاپيريال د ساتلو مسؤلانه کړنه هم ده.

په حقيقت کې نه يوازې د چين ياد دوه راپورونه، بلکې د امريکا سي اېن اېن د روان کال په مارچ کې په يو راپور کې دا هم ياد کړی، لس کاله دمخه يو خبريال چې نوم يې توماس زيلر دی، له فليپيني پوځيانو سره په دغې خرابې پوځي بېړۍ کې ګډ ژوند کاوه، چې پکې موږکان او (سوسک beetle) ډېر ليدل کېدل. هغوی پخپله کبان ونيول او په بېړۍ کې يې زياتره خواړه پاخه کړل، نو د فکر وړ دا ده چې اوس په دې پوځي بېړۍ کې  دومره زيات کثافات شتون لري.

د ژن ای پرښې پرتله د هوانګ يان ټاپو شاوخوا چاپېريال د چين تر څار او ماموريت لاندې ورځ تر بلې سمسورېږي. د روان کال له مې څخه تر جون پورې د چين څو مسلکي ادارو او ارګانونو يوه ګډه پلټنه تر سره کړې چې پايله يې ښيي،  د هوانګ يان ټاپو په شاوخوا کې د سمندري اوبو او سمندري توکو کيفيت له لومړۍ کچې معيار سره برابر دی او د مرجان حالت هم ښه ساتل کېږي. دا د چين له خوا د سمندري سيمو د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې د لاسته راوړنو انعکاس کوي. له څو کلونو راهيسې چين نه يوازې د اړوندو قوانينو د جوړولو او اجرا کولو او علمي څېړنو په برخه کې زيات کارونه کړي، بلکې په اړوندو نړيوالو همکاريو کې يې هم مثبتې برخې اخيستې دي. برسېره پر دې، چين د سمندر برخلیک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې چې تر اوسه پورې يې له اروپايي ټولنې، د ارام سمندر سيمې له ټاپوګانو هېوادونو، د شمالي قطب له اړوندو هېوادونو او د جنوبي امريکا له هېوادونو سره اړوندې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د جنوبي سمندرګي او د نړۍ د نورو سمندري سيمو د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

خو فليپين کله نا کله په جنوبي سمندرګي کې ايکولوژیکي چاپيريال زيامنوي او کبان يې په ناقانونه نيولي دي. نو څوک د دې سيمې د ايکولوژیکي چاپيريال تخريب کوونکی دی؟ حقيقت څرګند دی او د دغې پوښتنې ځواب له فليپین سره تړاو لري. د سمندري سيمو د ايکولوژيکي چاپیريال ساتنه د انسانانو په ګټو پورې تړاو لري، نو د جنوبي سمندرګي موضوع بايد د جيوپوليتيک مقاومت او د ځاني ګټو د لټولو په پار د ځينو هېوادونو سياسي وسيله ونه ګرځي.