د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس درېیمه عمومي غونډه به ژر تر سره شي. دغه غونډه به د چيني شکله عصري بهير د پرمخبيولو او د اصلاحاتو د پر له پسې هراړخيزې ژورتيا په پار پر يو لړ موضوعاتو وڅيړي. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان په دې اړه درې نړيوالې سروي ګانې تر سره کړې، چې پايله يې ښيي، ۷۶.۹ سلنه ګډونوالو د چين د باکيفيته پرمختګ د لاسته راوړنو ستاينې کړې دي.
۸۰.۳ سلنه ګډونوالو د چين د ټينګ اقتصادي بنسټ مثبتې ارزونې کړې او باور يې ښودلی چې دا به نړۍ ته لا زياتې ګټې ورسوي. د سروې ۸۵.۲ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې د چين اقتصاد به د اوږدمهال لپاره خپل ثابت پرمختيايي تمايل وساتي، د ۹۳.۲ سلنه ګډونوالو په نظر چين خورا ځواکمن علمي او تخنيکي توان لري، ۸۵.۴سلنه کډنوالو دا نظر څرګند کړی چې چين په ځاني نوښتونو کې سترې پانګونې کړې او ټينګ هوډ لري او ۷۸.۵ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې زرغونې چارې به د چین باکیفیته پراختیا ته د ملا قوي تېر برابر کړي.
د سروې ګانو ۸۷.۱ سلنه نړیوال ګډونوال په دې باور دي چې د نوي کيفيت تولیدي توان په مټ به چیني شکله عصري بهير چټک او ښه پرمخبيول شي، ۹۱.۹ سلنه ګډونوال د چین له دې مفکورې سره ډېر موافق دي چې پرمختګ باید د چاپېریال په بيه و نه موندل شي او د انسان او طبیعت ترمنځ د همغږۍ د هڅونې په اړه د چیني تګلارو ستاینې کړې دي
يادو دريو سروي ګانو کې د نړۍ د پرمختللو او پرمختیایي هېوادونو لکه د امریکا، بریتانیې، فرانسې، هسپانیې، استرالیا او برازیل، تایلینډ، متحده عربي اماراتو، مصر او سویلي افریقا له ۱۵۰۳۷ ډېرو ګډونوال برخه اخيستې.