د چين پر سايبري امنيت د متحدو ايالتونو د بريد هڅه افشا شوه
CMG2024/07/11 15:06:26
شريکول:

د ۲۰۲۳ کال له مې مياشتې راهيسې د متحدو ايالتونو د سايبري او زيربنايي امنيت ادارې، د ملي امنيت ادارې، د فدرالي تحقیقاتو ادارې او نورو فدرالي ادارو، د فايف ايز (Five Eyes) سايبري امنيت ادارې او نورو صنعتي ونډه والو یې لاس سره يو کړی او د چين تر ملاتړ لاندې سايبري فعال، چې ولټ ټايفون (Volt Typhoon) یې هم بولي تورنوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراخې شبکې په کارولو سره یې په داسې حال کې د متحدو ايالتونو پر مهمو زيربناوو ګواښوونکي يا ويجاړوونکي بريدونه تنظيم کړي چې ياد هېوادونه وار له مخې د اړيکو په ستر بحران او ټکر کې واقع دي.

په دې تړاو د نړيوالې ټولنې د راپورته شويو اندېښنو په غبرګون کې د کمپيوټري ويرسونو پر وړاندې د چين د چټک غبرګون ملي مرکز(CVERC) د جولای په اتمه نېټه د چين تر ملاتړ لاندې ولټ ټايفون په تړاو د بشپړو پلټنو پايلې خپرې کړې.

د متحدو ايالتونو د بې درېغه تورونو د لګولو يوه موخه دا ده چې د چين پر سايبري امنيت خپل کړي بريدونه پټ کړي. په دې تړاو د کمپيوټري ويروسونو پر وړاندې د چين یاد مرکز په راپور کې څرګند او د نه انکار شواهد وړاندې کړي دي. د شته ارقامو د تحليل پر بنسټ د متحدو ايالتونو د حکومت تر ملاتړ لاندې هکرانو د چين پر دولتي ادارو، پوهنتونونو، څېړنيزو ادارو، لويو شرکتونو او مهمو زیربناوو ۴۵ ميليونه سايبري بريدونه کړي دي.

د تېر کال په مې مياشت کې په متحدو ايالتونو کې يوې محکمې د فدرالي څېړنو اداره محکومه کړه چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې یې د متحدو ايالتونو د بهرنيو استخباراتو په ډيټابېس کې ۲۷۸ زره ځله په غير قانوني توګه معلومات پلټلي دي. په دې پلټنو کې د امريکايي وګړو معلومات هم شامل وو، چې له بهرنيو استخباراتو سره یې د تړاو هېڅ منطقي دليل نه شي موندل کيدای او نه دا تمه کېدای شي چې د هغوی له معلوماتو دې د جرمونو په تړاو کوم شواهد وموندل شي. د فدرالي تحقيقاتو د ادارې له لوري له قوانينو دا ډول ناسمه استفاده او غير قانوني پلټنې له سختو نيوکو سره مخ دي.

له قرباني شويو شبکو څخه راټولې شوې سوداګريزې صنايع د امريکا د مرکزي استخباراتو، ملي امنيت او فدرالي تحقيقاتو د ادارو له لوري د پر مخ وړل کېدونکي سايبري جګړې د پروګرام د پيلېدو سبب شوې دي. دغه کشف د چين د پرمختګ په اړه د متحدو ايالتونو ډيرېدونکې نارضايتي بيانوي او د خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د واشنګټن د ناوړه سايبري فعاليتونو په تړاو شکونه را پورته کوي، د کومو په چوکاټ کې چې باور کيږي د سايبري وسلو لکه د ايران د اټومي پروګرام د مختل کولو لپاره د سټکسنېټ کمپيوټري چينجي د رامنځته کولو هڅې کيږي. دا چاره پر تهران پر سايبري بريدونو سربېره ده څو د ايران د نظامي قوماندې او کنټرولي جوړښتونو کليدي ابزار له منځه يووړل شي.

د وروستي خپاره شوي راپور په تړاو د امريکا چوپتيا د هغې د ملامتۍ نښه ده. واشنګټن د چين پر خلاف د ناسمو تبليغاتو په کمپاين کې له رسوایۍ سره مخ شوی، اوس بايد په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي او پر بيجينګ د تهمتونو له لګولو لاس واخلي.