په ۲۰۲۴م کال کې د چين او اروپا تر منځ د تګ راتګ چينا ريلوۍ اکسپرېس لس زرم باروړونکي اورګاډي د جولای په ۱۰مې نېټې د چين له وو هان ښار څخه د اروپا پر لور حرکت کړی دی. د روان کال له پيل راهيسې د چين او اروپا ترمنځ د چينا ريلوۍ اکسپرېس بار وړونکو اورګاډيو کابلو ۱ مليون ۸۳ زره کانټينرونه لېږد رالېږد کړی چې دا اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زياتوالی ښودلې ده.
شمېرې ښيي، د چين او اروپا تر منځ د چينا ريلوۍ اکسپرېس باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ په وسيله د ۲۵ اروپايي هېوادونو ۲۲۴ ښارونه او د ۱۱ اسيايي هېوادونو څه باندې سل ښارونه سره نښلول شوي دي.