اسرائيلي پوځ د غزې د ټولو اوسېدونکو د ایستلو غوښتنه کړې
CMG2024/07/11 14:12:47
شريکول:

د اسرائیلي ځواکونو ویاند د جولای په ۱۰ مه په ټولنیزو رسنیو کې لیکنه خپره کړه، د غزې ښار له ټولو اوسېدونکو یې وغوښتل چې د غزې تړانګې منځنۍ برخې ته لاړ شي او د غزې ښار يې "خطرناک جنګي ډګر" بللی دی.

هغه وویل چې د غزې ښار ټول اوسیدونکي باید ژر تر ژره د غزې تړانګې په منځنۍ برخې د دیرالبالاح او زویده پناه وړونکو ځایونو ته ولاړ شي. هغه د غزې ښار د اوسیدونکو لپاره د ایستلو نقشه هم خپره کړه.

د فلسطين رسنيو د خبرونو له مخې، اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د غزې ښار اوسېدونکو ته په زرگونو تبليغاتي پاڼې وويشلې او ور څخه يې د ژر وتلو غوښتنه کړې ده.