تیر کال د چین په بندري ښارونو کې د بندري اقتصاد د زياتوالي اندازه ۶۲۰۰ ملیارډو يوانو ته رسېدلې ده
CMG2024/07/11 11:04:57
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د تیانجین نړیوال سمندري بار وړلو صنعت نندارتون د جولای په ۱۰مه نېټه پرانستل شو. د تازه شمیرې له مخې، تیر کال د چین په بندري ښارونو کې د بندري اقتصاد زياتوالی ۶۲۰۰ ملیارډو يوانو ته رسېدلې ده. دغه شمیر د دغو ښارونو د عمومي اقتصادي اندازې ۱۳.۴ سلنه جوړوي او د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۹۲.۹ مليارډو يوانو زيات شوی دی.

د چين د ټرانسپورټ وزارت د پلان او څيړنيز انسټيتوت لخوا خپور شوی « د ۲۰۲۴ کال د چين د بندري ښارونو د بندري اقتصاد پرمختګ راپور» د دغه هېواد د ۵۹ بندري ښارونو د بندري اقتصادي پرمختګ ښودنه کوي.

بندري اقتصاد په بندري ښارونو کې د بندرونو په اړه د بېلا بېلو اقتصادي چارو مانا لري.