د لبنان حزب الله مشر نصرالله د جولای په ۱۰مې نېټې ويلي، که په غزې کې د اوربند تړون رامنځته شي، وسله واله ډله به يې له اسرائيل سره جنګ ختم کړي.
سید حسن نصرالله په همدې ورځ يو فعاليت ته د يوې ويډيويي وينا په ترڅ کې څرګنده کړه، حماس د مقاومت د مختلفو ډلو په استازیتوب له اسرائيل سره مذاکرات کوي. د ده په خبره، حزب الله له اسرائيل سره په مذاکراتو کې د حماس له هر ډول پرېکړې څخه ملاتړ کوي.