د چین ساحلي سيمې به د چاپېریال لوړ کیفیت ساتنې پر بنسټ پرمختګ وکړي
CMG2024/07/12 11:09:28
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر لخوا «د چين د سمندري ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې» سپين کتاب د جولای په ۱۱مه نېټه خپور شوی دی. د چین د طبيعي سرچينو د وزارت مرستيال او د دولت د سمندري ادارې مشر سون شو شيان رسنیو ته وويل، د چین د سمندري او ساحلي ښارونو ابادي او ساتنه په مساویانه ډول سره پر مخ وړي او د چاپېریال د لوړ کیفیت ساتنې له لارې د لوړ کيفيت د پرمختګ په لاره کې روان دی.

د چین د ايکولوژي او چاپېريال وزارت مرستيالې ګوه فانګ وويل، اوسمهال په چین کې ۱۱ ساحلي ولايتونه او ښارونه د ولايتي کچې ودانیزو پلانونو او ۱۳۰ مشخصو د خلیج پلانونه ټاکلي دي. د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختیا پر مهال، د ساحلي سيمو چاپېريال ساتنې ښې پايلې تر لاسه کړې او د ښکليو بندونو د جوړولو چارې په ښه توګه وده کوي.