د چين او هالنډ د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې وکړې
CGTN2024/07/12 10:32:38
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۱مې نېټې له خپل هالنډي سيال فيردقنپ سره ټلیفوني خبرې اترې وکړې.

وانګ يي ويلي، چې د چين او هالنډ ترمنځ د هراړخيزو همکاريزو اړیکو ثابت پرمختګ موندلی، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې او د سيمه ييزې او نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره يې خدمت کړی دی.

څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د ناټو سرمشريزې پر چين بې ځايه تور لګولی، خو بېجینګ ورسره خپل ټینګ مخالفت څرګند کړی.

 سره له دې چې چين او د ناټو غړي هېوادونه د سياسي نظام او نظر په برخه کې توپير لري، خو دا دې له چين سره د ناټو د تقابل لامل ونه ګرځي. ناټو باید د اسيا او ارام سمندر په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او باید د چين اړوندو ګټو ته زيانونه ونه رسوي.

فيردقنپ ويلي، چې چين په نړۍ کې مهم ځواک دی او په اسيا کې د هالنډ عمده سوداګریز همکار دی. اوس نړيوال وضيعت له بدلون سره مخ دی، په دې حالت کې هالنډ نه غواړي چې له چين سره اړیکې پرې کړي‌، برعکس غواړي چې ورسره د نظريو تبادلې وساتي او خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

ناټو د غړيو هېوادونو د امنيت لپاره هڅه کوي او تل به يو دفاعي سازمان وي.