د لویو موخو لټولو لپاره لویې ستونزې هم حل کېدای شي
CMG2024/07/12 15:28:42
شريکول:

اصلاحات او ورخلاصون د چين د کمونېست ګوند د حکومتولۍ په ترڅ کې يوه بنسټيزه ملي تګلاره ده. د چين پخواني مخکښ چارواکي دنګ شياو پينګ د ۱۹۷۸م کال په دسمبر کې د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې مشري وکړه چې د هېواد په دننه کې د اصلاحاتو او بهر ته د ورخلاصون موده پيل شوه او د چين د اقتصاد او ټولنې د دوامدار او چټک پرمختګ هڅونه شوې ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه غونډه مشري وکړه. «په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ژورتيا لپاره د ځينو مهمو مسئلو په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړه» چې د شي جين پينګ په مشرۍ طرح شوې، په دغه غونډه کې منظور شوه. د ۱۹۷۸م کال د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کمېټې درېيمې غونډې وروسته يو ځل بيا د چين د اصلاحاتو هڅونه شوې، په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ژورتيا بهير پيل شوی، په منظمه او تمامه توګه د ډيزاین کولو له لارې د اصلاحاتو نوې زمانه پیل شوې.

په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ژورتيا لپاره هغه پوښتنه وړاندې شوې، چې څنګه په هراړخيزه توګه اصلاحات ژور او اغېزناک شي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوې زمانې د اصلاحاتو د لارښوونې په توګه دغې پوښتنې ته ځواب ورکړ. هغه د سونګ امپراطوري لړۍ د مشهور ادبي ليکوال سو شي د شعر په کارولو سره په نوې زمانه کې د اصلاحاتو کليدي اهميت څرګند کړی، چې د لویو موخو لټولو لپاره لویې ستونزې هم حل کېږي. په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ستراتيژيک پلان چې د شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، نه يوازې د علمي تيورۍ بنسټ دی، بلکې په اغېزناکه توګه د عملي کولو لارې هم لري، چې په ۱۹۷۸م کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د وړاندې کېدو راهيسې تر ټولو هراړخيزه او سيستماتيکه لايحه جوړه شوه.

د دې لايحې له مخې په  هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا د عمومي هدف لپاره شي جين پينګ لومړی په نوې زمانه کې د هېواد د ميکانيزم او د حکومتولۍ سيستم د ابادۍ شته نواقص او ستونزې حل کړې. هغه وروسته د قانون له مخې د هېواد د ادارې لپاره د اصلاحاتو ۱۹۰ تدبيرونه وړاندې کړي څو په هراړخيزه توګه د قانون له مخې د ادارې ميکانيزم د اصلاحاتو د هراړخيز کېدو او ژورتيا په چارو کې قوي ضمانت برابرولی شي. 

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمه غونډه کې د کمونېست ګوند او د دولتي څانګو د اصلاحاتو په هکله پرېکړه او لايحه له سنجش وروسته منظور شوې او په دې وخت کې د اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسې د دولتي څانګو تر ټولو لوی اصلاحات پيل شول او د اصلاحاتو د هراړخيز کېدو او ژورتيا لپاره د دولتي څانګو ضمانت برابر شوی دی.

روان کال د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې له درېیمې غونډې مخکې شي جين پينګ د تصديو له خاوندانو سره سلامشورې وکړې او «د چين د ځانګړتيا لرونکې او عصري کېدونکې تصديو د ميکانيزمونو بشپړتيا لپاره نظريې» او د اصلاحاتو څو لايحې تر څارنې لاندې نیول شوې دي. دغه راز يې دا وړانديز کړی، چې د اصلاحاتو د هراړخيز کېدو او ژورتيا لپاره دې د چيني شکله عصري کېدو په چوکاټ کې تر سره شي. له دې څخه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې غونډې څرګنده نښه خپره شوې ده.