د لسوتو پاچا لېتسي درېيم د جولای په ۱۱مې نېټې ويلي، چې هېواد يې له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او په راتلونکي کې به لا هم د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ته دوام ورکړي، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ به ژورې کړي او دوه اړخيزې اړيکې به لا غښتلې کړي.
نوموړي په همدې ورځ د دې هېواد په پلازمېنې ماسرو کې د چين نوي سفير يانګ شياو کون باورليک منلی او له چين څخه يې مننه څرګنده کړې، چې په تېرو اوږدو وختو کې يې د لسوتو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره مرسته او ملاتړ برابر کړی.
د یادونې وړ ده چې لسوتو د افریقا لویې وچې په جنوب ختیځ کې واقع هېواد دی.