د امریکا په بوسټن کې د ډزو له امله ۵ تنه ټپیان شوي
CMG2024/07/12 11:10:15
شريکول:

د امریکا بوسټن ښار د پولیسو د خبر له مخې، په دغه ښار کې د جولای د ۱۰مې نېټې په شپه ډزې رامنځته شوې چې له امله یې ۵ تنه ټپیان کړي دي.

پولیسو ویلي چې برید کوونکي پر خلکو ډزې وکړې. د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي. ټول یې د ژوند له ګواښ سره مخ نه دي او ځایي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له ډزو وروسته پولیسو د دې سیمې ګڼې لارې بندې کړې او تر اوسه کوم شکمن کس نه دی نیول شوی.