امریکا له اوکراین سره د ۲۲۵ میلیونو ډالرو اضافي امنیتي مرستې اعلان وکړ
CMG2024/07/12 10:11:34
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت په ځايي وخت د جولای په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اوکراين د کیلیدي امنيتي او دفاعي اړتياوو د پوره کولو لپاره به له دغه هېواد سره ۲۲۵ ميليونه ډالره اضافي امنيتي مرسته وکړي.

 دا د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې د بایډن حکومت لخوا اوکراین ته د امریکا د دفاع وزارت لخوا برابر شوي د تجهیزاتو ۶۱مه کڅوړه ده.

 امریکا به اوکراین ته د هوايي دفاع سیسټمونه، د راکټ سیسټمونه او توپچي مهمات او همدارنګه د ټانک ضد وسلې ورکړي.