پنګ لي يوان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سليمان سره وکتل
CMG2024/07/12 10:13:39
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن او د نري رنځ او ايډز ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان سفيرې پنګ لي يوان د جولای د۱۱مې نېټې په ماسپښين په بېجینګ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيالې ويني بیانیما او د روغتیا نړیوال سازمان له مرستیال سلیمان سره وکتل.

اغلې پنګ لي يوان وويل چې د ايډز او نري رنځ د ناروغیو ختمول د انسانانو د روغتيا او هوساینې د خوندیتوب او د نړيوالې تلپاتې پرمختیا د هڅولو لپاره ستر اهمیت لري. پنګ لي يوان د ايډز او نري رنځ د مخنيوي او درملنې په برخه کې د چين کړنې او تجربې معرفي کړې او د سفيرې په توګه يې د خپلو دندو د تر سره کولو او په نړۍ کې د ايډز او نري رنځ د مخنيوي او درملنې لپاره د لا زياتو خدمتونو د تر سره کولو لېوالتيا څرګنده کړه.

بيانيما او سليمان د نري رنځ او ايډز ناروغیو د مخنیوي او د روغتيا په برخه کې د چين د حکومت او خلکو د مثبتو لاسته راوړنو او د نري رنځ او ايډز د مخنيوي په چارو کې د نړيوالې روغتیا سازمان د سفيرې په توګه يې د پنګ لي يوان د لا زياتو مرستو ډېره ستاينه وکړه.