د غزې په یوه استوګنيزې سیمه کې تر ۶۰ زيات جسدونه موندل شوي
CMG2024/07/12 15:00:28
شريکول:

 

د فلسطين خبري اژانس د جولای په ۱۱مې نېټې خبر ورکړ، چې د فلسطين روغتیایي او ژغورونکو کارکوونکو د اسرائيلي ځواکونو له وتلو وروسته د غزې ښارګوټي په شوجا آيه استوګنيزې سيمه کې تر۶۰ زيات جسدونه وموندل چې په ورته مهال په لسګونو نور کسان تر کنډوالول اندې بند پاتې هم دي.

اسرائيلي ځواکونو د شوجا آيه استوګنيزې سيمې تر ۸۵سلنې زیات کورونه، کلینیکونه، ډګرونه، کوڅې او بنسټيز تاسيسات ویجاړ کړي او پر هغو ځینو وګړو چې له سيمې نه د وتلو په حال کې وو، هم بریدونه کړي دي. 

همدا اوس د غزې په ګڼو ځایونو کې د اسرائيلي ځواکونو پوځي عملیات لا هم روان دي