په نويو توليدي ځواکونو سره د چين د پراختيا احيا کول
CGTN2024/07/12 14:38:01
شريکول:

پراختيا د بشري ټولنې همېشنۍ موضوع ده او اصلاحات د دې پروسې د محرک انجن په توګه عمل کوي. چين له اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسې په مسلسله توګه خپل توليدي ځواکونه پر مخ بېولي او ازادي یې ورکړې چې دې چارې د چين په عصريتوب کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. د چين د عصريتوب جذابيت او الهام د هغه په خپل ځانګړي مسير کې نغښتی چې له معاصرو قوانينو او د ټولنې د توليدي پراختيا له غوښتنو سره انطباق لري.

چېن ډير وروسته صنعتي شوی او د ټکنالوژۍ له پلوه هم له لويديځو هېوادونو ډير وروسته و. هوواوې د بېلګې په توګه په پام کې ونيسئ. په ۱۹۸۷يم کال کې يوه وړه کمپنۍ وه چې د ګوتو په شمېر کارکوونکي یې درلودل، نه یې توليدات لرل، نه پانګه؛ بس د مخابراتي تجهيزاتو سوداګري يې کوله. نن ورځ هوواوې په نړيواله کچه د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د زيربناوو او ځيرکو وسايلو د توليد پر يوې مخکښې کمپنۍ بدله شوې چې د نړۍ په ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کې تر ۲۰۷ زرو ډير کارکوونکي لري او تر دريو ميلياردو ډير خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. دا بدلون د چين د مخ پر ودې تولیدي ځواک نښه او د چين د مولديت د انفجاري ودې هېنداره ده.

اصلي نوښتونو ته د هوواوې پاملرنه د نويو توليدي ځواکونو له لارې د لوړ کيفيت اقتصادي پراختيا ته د چين د ژمنتيا څرګندونه کوي. د چين د عصريتوب پرمختګ د نويو توليدي ځواکونو د پراختيا اړتيا رامنځته کوي. د نړۍ د اقتصادي ودې په لړ کې هر نوي توليدي ځواک هغه که د بخار انرژۍ ده، که برېښنا يا اټومي انرژي، د اقتصادي ودې سبب شوی دی. نن ټکنالوژيکي پرمختګونه د صنعتي انټرنيټ، چوکاټي اقتصادونو، لويو ارقامو او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې د نويو صنايعو او په ځينو ځايونو کې د نويو توليدي ځواکونو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.

د چين د دولت رييس شي جين پينګ يو وخت ويلي وو چې د نړيوالو رقابتونو په ډيريدو سره بايد موږ د پراختيا نوې لارې او نوي ځايونه پرانيزو او نوې محرکې قوې ومومو. د نويو توليدي ځواکونو د رامنځته کولو او پراختيا په چټکولو سره چين د علمي ټکنالوژيو په برخه کې په لوړ مقياس سره پر ځان بسياينې ته رسېدلی شي. دا هغه مسير دی چې چين پرې د پراختيا په برخه کې نوښتونه او د ټکنالوژيکي او صنعتي انقلاب د نوي دور رهبري کولی شي.

د نويو توليدي ځواکونو د پراختيا کيلي په ټکنالوژيکي نوښتونو کې نغښتې ده. علمي اکتشافات د نويو توليدي ځواکونو سرچينې دي، په داسې حال کې چې ټکنالوژيکي نوښتونه پوهه پر ملموس ځواک بدلوي.

له علومو څخه ټکنالوژۍ او بالاخره صنعتي پراختيا ته د لېږد بهير غالباً پر اختراعاتو اندازه کيږي. چين په وروستيو کلونو کې د اختراعاتو د ثبت لړۍ چټکه کړې چې د دغه هېواد د نوښتګر پراختيايي ليدلوري څرګندونه کوي. په ۲۰۲۱ کال کې چين د اختراعاتو د ثبت په برخه کې له متحدو ايالتونو مخکې شو او د نړۍ لومړی مقام یې خپل کړ. دغه هېواد دا مهال د مصنوعي ځيرکتيا د اختراعاتو په برخه کې هم پر نړۍ واکمني کوي او تر متحدو ايالتونو ډير مخکې دی. د سټنفورډ پوهنتون د ۲۰۲۴ کال د مصنوعي ځيرکتيا د شاخص د راپور پر بنسټ، له ۲۰۱۳ کال راهيسې په چين کې د مصنوعي ځيرکتيا د کېدونکو اختراعاتو شمېر د متحدو ايالتونو په پرتله ډير شوی دی.

ارقام د نويو توليدي ځواکونو د رامنځته کولو لپاره خورا اړين دي. رييس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د انټرنيټي اقتصاد په زمانه کې ارقام نوی توليدي عامل دی چې بنيادي او ستراتيژيک ارزښت لري او چين ورته د ډيجيټلي اقتصاد په جوړولو کې د کليدي عامل په توګه اړتيا لري.

چين د ملي محاسباتي ځواک د لوړولو لپاره په مارکيټ کې د ارقامي عناصرو تخصيص ښه کړی دی. د چين د تجارتي صنايعو د تحقيقاتو د انستيتيوت  د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د چين د ارقامو او معلوماتو ذخيره ۸.۱ زيټابايټو ته رسېدلې وه چې د نړۍ د ټولو معلوماتو ۱۰.۵ سلنه جوړوي او د حجم له پلوه د نړۍ په دويمه درجه کې راځي. د خلکو او توليدي فعاليتونو له لوري رامنځته شوي په دومره لوی حجم کې ارقام او معلومات د دې سبب شوي چې چين د نويو توليدي ځواکونو په رامنځته کولو کې ښه دريځ ولري.

د سپوږمکۍ له لارې د مسير موندنې، برېښنايي مصرفي توکو، برېښنايي سوداګرۍ او د موبايل له لارې د تادياتو په مارکيټ کې د چين مخکښه ونډه د معلوماتو د تعامل، مجازي اړيکو او ډيجيټلي روغتيا په برخو کې د ډير مولديت سبب شوې ده. دا د نړۍ د ستر توليدوونکي، په نړۍ کې د تخنيکي تجهيزاتو د سترو ذخايرو درلودونکي، د نړۍ د صنعتي روباټونو د يو پر درېيمې برخې د څښتن او د صنعتي انټرنيټ د چټک اسانچاري په توګه د چين د موقف د ساتلو مهم عوامل هم دي.

انرژۍ او موادو له تاريخي پلوه صنعتي پرمختګ ته لاره هواره کړې او په ډيجېټلي زمانه کې یې د بنيادي ملاتړو رول لوبولی دی. د نويو توليدي ځواکونو پراختيا د نويو توليدي عواملو او عصري پراختيا دوامداره ادغام ته اړتيا لري. په اقتصادي سياليو کې د نوې انرژۍ پراختيا او پر کار اچونه په ډيريدونکي ډول د اهميت وړ ده چې چين په دې برخه کې نوی مسيرونه رامنځته کړي او د پام وړ امتياز یې خپل کړی دی.

د بېلګې په ډول، د جامدو بېټريو، خورا چټک چارج، بې سيمه چارج او خپلکارې موټرچلونې په برخو کې د چين پرمختګونو د دغه هېواد د نوې انرژۍ موټرو رقابتي وړتيا د پام وړ لوړه کړې او دغه صنعت یې د لوړ کيفيت پراختيا نوې مرحلې ته رسولی دی. د بېټريو د توليد په برخه کې هم چين په نړيواله کچه خپله مخکښتيا ساتلې ده او د نويو برېښنايي موټرو CATL بېټرۍ یې د اتو کلونو يا اته سوه زره کيلومټرو ورنټي لري چې په دې حساب سره یې د بېټريو عمر د موټرو تر عمر ډير دی.

په نړيوال مارکيټ کې چين په ۲۰۲۳ کال کې له جاپان مخکې او د نړۍ په کچه د موټرو لومړی درجه صاروونکی هېواد وګڼل شو. د چين د لمريزې انرژۍ صنعت هم په نړۍ کې سيال نه لري او دا مهال یې د نړيوال مارکيټ ۷۰ سلنه ونډه په لاس کې ده.

د توليدي عواملو نوښتګر تخصيص د نويو توليدي ځواکونو د پراختيا لپاره د حیاتي مسير په توګه عمل کوي. چين په وروستيو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. له يوې خوا د اړيکو، د ارقامو او معلوماتو د تبادلې او تعامل، معلوماتو، چوکاټونو، شبکو او معلوماتي توکو په څېر د سيسټمونو د يو لاس کولو پر وړتيا تمرکز شوی دی. دا تمرکز د معلوماتو د را ټولولو، د ارقامو د پروسس کولو او د معلوماتي تعامل، د ژن ټکنالوژۍ او ايکولوژويکي ټکنالوژۍ په شمول د ټکنالوژيو يو لاس پراختيا ته زمينه برابروي.

له بلې خوا چين د يوه پرانيستې او لوړې کچې سوسياليستي بازار اقتصاد رامنځته کولو، په نړيواله کچه د کار د وېشلو او په لوړه کچه او پراخو زمينو کې د همکاريو تقويه کولو ته ژمن پاتې کيږي. په دې توګه د نويو توليدي ځواکونو پراختيا ته په راتلونکې کې لا پراخ چاپېريال رامنځته کيږي.

د پنځم نسل ټکنالوژي يا 5G د بېلګې په توګه په پام کې ونيسئ. چين د دې ټکنالوژۍ په اختراعاتو او رغونه کې مخکښ رول لري او د دغه هېواد په ملي اقتصاد کې یې نفوذ کړی دی. د چين د ملي اقتصاد تقريباً ۷۴ لوی سکټورونه 5G ټکنالوژي د توليداتو د ډيرولو په موخه کاروي. د دې ټکنالوژۍ استعمال او پر کار اچونه د چيني خصوصيت لرونکي سوسياليزم له شتون پرته امکان نه لري. دا مسئله د چين د عصريتوب په برخه کې د هغه هېواد د سياسي او اداري امتيازاتو څرګندونه کوي. د اصلاحاتو او لا ډير ور خلاصون لپاره د چين عزم دغه هېواد ته وړتيا ورکوي چې پر بهرنيو مقاومتونو غلبه وکړي او د نويو توليدي ځواکونو پراختيا چټکه کړي.