نړيوال کارپوهان، د هېوادونو مشران، کاروباريان، پوهان او پانګوال د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولي په تړاو د بحثونو لپاره د ۲۰۲۴ کال د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس ته ورغلي وو. دا کنفرانس د جولای په څلورمه نېټه په شانګهای کې پيل شو.
عمومي مصنوعي ځيرکتيا د ودې په حال کې ده
اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا اصلي جريان د ماشينونو له لاري بشري ځيرکتيا نندارې ته وړاندې کوي. کيدای شي چې د بشري او مصنوعي ځيرکتياوو رویې سره يو شان وي، خو بنسټيز اصول یې په بشپړ ډول د انسان له مغز سره توپير لري. د مصنوعي ځيرکتيا پراختيا درې نسلونه تر شا پرېيښې دي: لومړی نسل یې د ماشينونو په فکر کولو متمرکز و چې د دليل موندلو او پرېکړه کولو وړتيا یې درلوده، دويم یې د مصنوعي عصبي سيستم پر جوړولو او درېيم یې بيا پر تيوريکي څېړنو متمرکز و.
حاضردمه، مصنوعي ځيرکتيا په شدت سره پر ماډلونو او اوليګاريتمونو، په ځانګړې توګه د لویې ژبې پر ماډلونو تکيه ده. د لویې ژبې له ماډلونو څخه تر مصنوعي ځيرکتيا پورې غځېدلې لار څلور ګامه ده، بشري تعامل، څو ماډليز نسل، له ډيجيټلي نړۍ سره تعامل او له حقيقي نړۍ سره تعامل. له کله چې د لويو ماډلونو د مقياس بندۍ قانون را څرګند شوی د عمومي مصنوعي ځيرکتيا تدريجي غوړيدل هم پيل شوي دي.
په وروستيو کلونو کې پر مصنوعي ځيرکتيا سنبالې ټکنالوژۍ له خپلکارو موټرو نيولې، د کور تر اړينو وسايلو او د انلاين پېر او پلور له وړانديزونو تر ځيرکو مجازي مرستندويانو پورې په مختلفو برخو کې په پراخه کچه کارول کيږي. مصنوعي ځيرکتيا کولی شي چې په خورا ډير دقت سره د کارکوونکو اړتياوې درک کړي، ځانګړي خدمتونه ور وړاندې کړي او تر يوې برخې پورې د بشري کارګرو کار ترسره کړي. په دې سره زموږ ژوند لا هوسا او ګټور کيدای شي.
د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د خپرو شويو ارقامو پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال تر جون مياشتې پورې د چين د مصنوعي ځيرکتيا صنعت ارزښت ۵۰۰ ميلياردو يوانو يا ۶۸.۸ ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسيده. په دغه صنعت کې له ۴۴۰۰ ډيرې کمپنۍ فعاليت کوي او تر متحدو ايالتونو وروسته د نړۍ په کچه دويم مقام لري. د متحدو ايالتونو د مصرفوونکو پر محور ولاړو لويو ماډلونو په پرتله د چين د سوداګرۍ پر محور ولاړ د مصنوعي ځيرکتيا صنعت د ځيرکو ښارونو، ځيرکو توليداتو او ځيرکې بزګرۍ او د صنعتي سوداګرۍ د نوي کولو په څېر په شلو نورو وړو څانګو ويشل شوی دی.
په وسايلو کې د مصنوعي ځيرکتيا د ځای پر ځای کولو چټکول
تر پراختیا کلونه وروسته، دوديز مصرفي برېښنايي توکي د سټاک مارکيټ او کمزورې ودې نوې مرحلې ته رسيدلي دي. د چټ جي پي ټي تر خپريدو وروسته نړيوالې کمپنۍ دې ته مجبورې شوې چې لویو ماډلونو ته مخه کړي او د مصنوعي ځيرکتيا د لوړ ويرژن وسايلو د جوړولو په برخه کې د نوښتونو څپې پيل کړي. د لويو ماډلونو او سخت کالو چټکې ودې د محاسباتو لګښتونه کم کړي او په ځيرکو تليفونونو، کمپيوټرونو او موټرو کې یې د مصنوعي ځيرکتيا کارېدو ته زمينه برابره کړې ده. په وسايلو کې د مصنوعي ځيرکتيا کارېدو هم د خلکو ورځنی ژوند اسانه کړی او د بوختياوو ښه زمينه یې ورته برابره کړې؛ هم یې د صنعتي ځنځير تکرار رامنځته کړی او د اقتصادي ودې سبب شوی دی.
مصنوعي ځيرکتيا د خپلکارې موټرچلونې د پراختيا چاره هم چټکه کړې ده. اټکل کيږي چې روان کال به د درېيمې کچې L3 سپرليو موټرو پلور ۲۵ زرو عرادو ته ورسيږي او چيني مارکيټ به تر ۲۰۲۶ کال پورې يو ميليون دا ډول موټر ولري.
د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې حکومتولۍ له لارې د ښې ځيرکتيا وده
د مصنوعي ځيرکتيا زمانه يوازې د هوساينې د راتلو سبب نه کيږي، بلکې باالقوه ګواښونه هم رامنځته کولی شي. په داسې حال کې چې لوی ماډلونه لوی ارزښتونه رامنځته کوي، د ارقامو او خصوصي حريم خونديتوب هم له ګواښ سره مخ کولی شي. د دې لپاره چې د دې دوه لوريه تېرې تورې ګواښونه او بدې اغېزې مديريت شي، نو د اغېزناکو ستراتيژيو جوړيدو ته اړتيا ده.
داسې ښکاري چې د مصنوعي ځيرکتيا وده اوسمهال د دې ټکنالوژۍ لپاره د مقرراتو د جوړيدو تر ودې چټکه ده. داسې نه ښکاري چې نړيواله ټولنه به د دې ټکنالوژۍ د ټولو ابعادو د مديريت لپاره کومه نړيواله اداره رامنځته کړي. د مصنوعي ځيرکتيا مديريت يوازې تخنيکي مسئله نه ده بلکې ټولنيزه مسئله هم ده چې نړيوالې همغږۍ ته اړتيا لري. د تخنيکي لارو چارو، صنعتي او قانوني چوکاټونو، عامه پوهاوي او د پوهې او عامه پالیسيو د ښې همغږۍ له لارې بايد د ګټورې مصنوعي ځيرکتيا د ودې لپاره يو جامع اخلاقي سيستم او حفاظتي ميکانيزم رامنځته شي.
ټکنالوژي بايد پولې ونه لري
ټکنالوژي بايد پرته له دې چې تر پولو ايساره شي، ټولو ته يو شان ګټه ورسوي. تازه د اوپن اې آی اداره چې پر مصنوعي ځيرکتيا د سنبالو پلټنو اداره ده، اعلان کړی چې د جولای له نهمې وروسته به (application programming interface) ته د چيني ديولپرانو لاسرسی محدود کړي.
په دې پرېکړې سره اوپن اې آی د چيني ژبې د لويو ارقامو او وسايلو پراخ مارکيټ څنډې ته کوي. دا چاره په لنډ مهال کې د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالو تبادلاتو او همکاريو د مخنيوي اندېښنې را ولاړوي او ښايي د مصنوعي ځيرکتيا د چيني ډيولپرانو ټولنه له لنډمهالو ننګونو سره مخ کړي، خو په اوږدمهال کې د چين د کور د ننه لویو ماډلونو کمپنيو ته د فرصتونو نوې کړکۍ پرانيزي. دوی به دا موکه ومومي چې د مارکيټ تشه ډکه کړي او هغه ډيولپران پر ځان ورمات کړي چې پخوا پر اوپن اې آی تکيه وو.
دا چاره به دغه راز د چين داخلي کمپنۍ وهڅوي چې خپلې تحقيقاتي او پراختيايي پانګونې ډېرې، خپلې تخنيکي وړتياوې او د توليداتو کيفيت لوړ کړي. پر دې سربېره به د چين کورنۍ کمپنۍ دا فرصت ومومي چې له نورو سيمو او هېوادونو سره خپلې همکارۍ تقويه کړي او نړيوال مارکيټ ته لاره ومومي.
د خپلواکې نوښتګرې مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژۍ پالنه
د چين د دولت رييس شي جين پينګ د ۲۰۲۴ کال د ځيرکتيا نړيوال څلور ورځني نندارتون ته چې تېره مياشت د بيجينګ په څنګلوري تيانجين کې جوړ شوی و، د مبارکۍ په پيغام کې وويل مصنوعي ځيرکتيا د صنعتي تحول لپاره د علمي او تکنالوژيکي انقلاب نوی دور دی چې پر نړيوال اقتصاد، ټولنيزې پراختيا او د بشري مدنیت پر پرمختګ به مهم اغېز ولري.
لومړيو دريو صنعتي انقلابونو ته په پام سره، د هغوی اصلي محرکه قوو لکه تخنيکي ټکنالوژۍ، برېښنايي ټکنالوژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ د پليتابه ښه وړتيا درلوده او په مختلفو صنعتونو کې ترې کار اخيستل کېدای شو. نن ورځ د مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژي هم د کارولو پراخ ځايونه لري او په صنايعو کې په پراخه پيمانه کارول کيدای شي.
په چين کې د ۱۹۷۸ کال تر اصلاحاتو او پرانيستې وروسته د دغه هېواد اقتصادي وده پر کارګرو او سرچينو د تکيې پر ځای پر ټکنالوژۍ تکيې ته لوړه شوې ده. د دې ادعا ښې بېلګې د لمريزې برېښنا او نوې انرژۍ موټرو چټکه وده ده چې د نړۍ په کچه د زرغونې انرژۍ تر ټولو مخکښه پراختيا ده.
موږ د مصنوعي ځيرکتيا د سياليو يوې نوې زمانې ته داخليږو. د نويو باکيفيته توليدي قوتونو د مهم ماشين په توګه به د مصنوعي ځيرکتيا وده انقلابي تخنيکي پرمختګ رامنځته کړي او صنايعو ته به ژور بدلون ورکړي. د چين د مصنوعي ځيرکتيا صنعت له چيپونو نيولې تر وسايلو او د لويو ماډلونو تر اوليګاريتمونو پورې پراخ صنعتي ځنځير لري. له بهرنيو بې باوريو او خنډونو سره سره د چين د مصنوعي ځيرکتيا صنعت ته هيلې ديرې دي.
په چين کې په کور د ننه د لویو ماډلونو د کمپنيو وده به نه يوازې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين خپلواک نوښتونه تقويه کړي، بلکې دا چاره د ډيجيټلي مدنيت د رامنځته کېدو سبب هم کيږي چې د نړۍ ټولو خلکو ته به یې ګټه ورسيږي.