د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۲مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د وانواتو له صدراعظم شارلوټ سالوی سره وکتل.
د وانواتو صدراعظم شارلوټ سالوی له چين څخه د رسمې ليدنې په پار دغه هېواد ته ورغلی دی.
شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين له وانواتو سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې ورسره د لوړې سويې متقابل سياسي اعتماد ټينګ کړي، د کمربند او لارې ګډه ابادي وکړي، په ټولو فصلونو او ساحو کې خپلمنځي دوستانه همکارۍ پياوړې کړي او په نوې زمانه کې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
چين غواړي چې له وانواتو سره خپلې تجربې او پرمختيايي فرصتونه شريکې کړي، د يو بل پرمختيايي ستراتيژۍ سره ونښلوي، د بنسټيزو تاسيساتو، اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول برخو کې واقعي همکارۍ وکړي او په وانواتو کې د چيني تصديو د پانګونې هڅونه وکړي.
د رئيس شي جين پينګ په وينا، چين به له سياسي شرط پرته له وانواتو سره خپلې اقتصادي او تخنيکي مرستې ته دوام ورکړي او د پرمختګ او سمسورتيا په پار به د وانواتو ملاتړ وکړي.
د وانواتو صدراعظم شارلوټ سالوی رئيس شي جين پينګ ته ويلي، هېواد يې غواړي له چين څخه د حکومتولۍ او ادارې د تجربو زده کړه وکړي او ورسره څواړخيزې همکارۍ پراخې کړي او د وانواتو او چين د ګډ برخليک ټولنې ابادي پرمخ بوزي.