شي جين پينګ د سليمان ټاپوګانو له صدراعظم سره وکتل
CMG2024/07/13 10:37:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۲مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د سليمان ټاپوګانو له صدراعظم جېريمياح مانېلې سره وکتل.

د سليمان ټاپوګانو صدراعظم جېريمياح مانېلې له چين څخه د رسمي ليدنې په پار دغه هېواد ته ورغلی دی.

شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين هيله لري چې له سليمان ټاپوګانو سره د ستراتيژيکو چارو په اړه تماس نيول پياوړي کړي، د يو بل له مرکزي ګټو او د پام وړ مهمو مسئلو څخه ټينګ ملاتړ وکړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هڅونه وکړي، د کليوالو سيمو د پرمختګ، طبي خدمتونو، زيربناوو، دوام لرونکي پرمختګ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

د سليمان ټاپوګانو صدراعظم جېريمياح مانېلي څرګنده کړه چې سلیمان ټاپوګان د يو چين پر پېژندنې ټينګار لري، د تايوان تجزيه غوښتونکو د کړنو څخه جدي مخالفت کوي او د ملي يووالي په پار د چيني حکومت له هر ډول کوښښونو ملاتړ کوي.

د صدراعظم جېريمياح مانېلې په خبره، سليمان ټاپوګان غواړي چې له چين سره خپلمنځي هراړخيز ستراتيژيک مشارکت پر له پسې پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.

( سپوږمۍ)