بېجينګ: که واشنگـټن خپلسرو کړنو ته دوام ورکړي، اغېزناک تدابیر به ونیسو
CMG2024/07/13 17:22:49
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر ځايي وخت د جولای په ۱۲مې نېټې د شي‌ځانګ په اړه يوه لایحه لاسليک کړې چې پکې د شي‌ ځانګ لويې سيمې په اړه د «دا لای لا ما» ډلې نظريه منل شوې او له امريکايي حکومت څخه غوښتل شوي چې د چيني حکومت تش په نوم جعلي معلوماتو ته ځواب ورکړي.

د چين د خارجه وزارت وياند د جولای په ۱۳مې نېټې په دې اړه ويلي، د امريکايي لوري يادې کړنې د دغه هېواد حکومت له اړوند دريځ او کړو ژمنو سره سمون نه لري، د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې، د چين په کورنيو چارو کې يې سخته لاسوهنه کړې، د چين ګټو ته يې زيانونه رسولي او د شي‌ځانګ تجزيه غوښتونکو ته يې خورا ناسم پيغام برابر کړی دی. چيني لوری له دې سره ټينګ مخالفت کوي. که واشنگـټن خپلسرو کړنو ته دوام ورکړي، اغېزناک تدابیر به ونیسو.