بېجينګ د ناټو سرمنشي غیر مسوولانه او پاروونکې څرګندونې په کلکه غندي
CMG2024/07/13 11:51:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۲مې نېټې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې بېجینګ د چين پر ضد د ناټو د سرمنشي ينس ستولتنبرګ غير مسؤلانه او پاروونکې څرګندونې په کلکه غندي.

لين جيان وويل، د ستولتنبرګ اړوندې څرګندونې د سړې جګړې له ذهنيت او ايډيالوژيکي تعصب څخه ډکې دي، په بد نيت سره يې د چين پر نظام تور لګولی، د چين په کورنيو چارو کې يې ښکاره لاسوهنه وکړه، د چين د کورنيو او بهرنيو تګلارو ناوړه تحريف يې کړی، د اوکراين مسئلې په اړه يې پر چين بې اساسه پړه اچولې، نړيواله ټولنه يې ګمراه کړه او د چين عادي پوځي جوړښت او له اړوندو هېوادونو سره د چين د اړيکو په اړه يې غير مسؤلانه څرګندونې کړې دي. چين په دې اړه سخت نارضايتي او کلک مخالفت څرګندوي.

لين جيان وويل، چين به په ټينګه د سوله ييز پرمختګ لاره تعقيبوي، د خپل پرمختګ او بهرنۍ همکارۍ له لارې به د نړۍ سولې او ثبات ته لا زيات مثبت ځواک ورکړي او په عين وخت کې به د خپل حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو ټينګه ساتنه وکړي. ناټو چين د "خیالي دښمن" په توګه بولي او بلاخره به ناوړه پایلې ترلاسه کړي.