د چين ملي ولسي کانګرس د شي ‌ځانګ په اړه د امريکا د تقنيني لایحې پرضد اعلامیه خپره کړه
CMG2024/07/13 17:16:17
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کمېټې د جولای په ۱۳مې نېټې د شي ځانګ په اړه د امريکا د تقنیني لایحې د تصويب په اړه يوه اعلاميه خپره کړه.

په دغه اعلاميه کې راغلي، امريکا پر ځايي وخت د جولای په ۱۲مې نېټې د چين له سخت مخالفت او جدي احتجاج سره سره د شي ځانګ په اړه يو قانوني سند تصويب کړی چې د امريکايي حکومت له اړوند دريځ او کړو ژمنو سره سمون نه لري، بلکې له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو سره يې سرغړونه کړې، د چين په کورنيو چارو کې يې سخته لاسوهنه کړې، د چيني لوري ګټو ته یې زيانونه رسولي او د شي ځانګ تجزيه غوښتونکو ته يې خورا سخت ناسم پيغام برابر کړی دی.

د دغې اعلاميې له مخې، د چين ملي ولسي کانګرس له دې سره ټينګ مخالفت کوي او د امريکايي لوري د يادې کړنې سخته غندنه کوي.