د ګډ پرمختګ د نړيوالو اقداماتو فورم دوهمه لوړ پوړې غونډه تر سره شوه
CMG2024/07/13 10:40:25
شريکول:

د ګډ پرمختګ د نړيوالو اقداماتو فورم دوهمه لوړ پوړې غونډه د جولای په ۱۲مې نېټې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين خارجه وزير وانګ يي د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

د چين خارجه وزير وانګ يي ويلي، چين به د پرمختګ لپاره د پانګو راغونډولو لا زياتې لارې چارې پيدا کړي، د پرمختيايي همکارۍ نوي موډلونه به اختراع کړي، پرمختيايي وړتيا به پياوړې کړي، پرمختيايي همکاران به زيات ومومي او په همغږۍ سره به له مختلفو خواوو سره ګډ دوام لرونکی پرمختګ وکړي.

د وانګ يي په خبره، چين به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملګرو ملتونو پرمختيايي موخو ته د رسېدو په پار د مختلفو هېوادونو خلکو له اړتياوو سره سم له نړيوال جنوب(GLOBAL SOUTH) سره لا زياتې همکارۍ وکړي، د چيني شکله عصري بهير ګټورو تجربو په شريکولو له مختلفو خواوو سره به پرمختيايي موافقې راغونډې کړي، د پرمختګ اينجن به په ګډه وروزي او د ګډ پرمختيايي برخليک د نړيوالې ټولنې د ابادۍ لپاره به کوښښونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د وانواتو، کيوبا، موزامبيک، پاکستان، مصر او ملګرو ملتونو په شمول د زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو لوړ پوړي چارواکيو په  حضوري يا انلاين ډول په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

( سپوږمۍ)