د روسيې او امريکا دفاع وزيرانو تليفوني خبرې وکړې
CMG2024/07/13 10:42:06
شريکول:

 د روسيې دفاع وزير اندري ريمويچ بېلوسوف د جولای په ۱۲مې نېټې له خپل امريکايي سيال ليويد اوسټين سره په تليفون باندې خبرې وکړې.

دواړو خواوو د امنيتي ګواښونو د وقايې په شمول پر ځينو موضوعاتو بحث کړی دی.

د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړ چې دا تليفوني خبرې اترې د روسيې په وړانديز تر سره شوې دي. دواړو وزيرانو د امنيتي ګواښونو پر مخنيوي او د احتمالي خطرونو پر کمولو خبرې کړې دي.

د امريکا د دفاع وزارت د خبر له مخې، د دغه هېواد د دفاع وزير اوسټين په يادو تليفوني خبرو کې د اوکراين شخړې په موده کې د امريکا او روسيې ترمنځ د تماس نيولو پر اهميت ټينګار کړی دی.

( سپوږمۍ)