په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو تګلارې تفسير
CMG2024/07/13 15:55:37
شريکول:

 

اصلاحات او ورخلاصون د چين د کمونېست ګوند د حکومتولۍ په ترڅ کې بنسټيزې ملي تګلارې دي. د چين پخواني مشر دنګ شياو پينګ د ۱۹۷۸م کال په دسمبر کې د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې مشري وکړه چې په کې يې دغه تګلارې وړاندې کړې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ په ۲۰۱۳م کال کې د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو ژورتيا اعلان شوې.

په داسې حال کې چې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه به ژر پرانيستل شي او د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا کارونه روان دي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۴ کال د مې په ۲۳مې نېټې له شان دونګ ولايت څخه د ليدنې په وخت کې د دغه ولايت په جي نان ښار کې د اصلاحاتو په هکله د تصديو خاوندانو او کارپوهانو د يوې غونډې مشري وکړه. شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چې د اصلاحاتو په ترڅ کې به ځينې زړې پرېکړې له منځه لاړې او یا هم تعدیل شي او یا به هم نوي څه جوړ شي، که مناسبې طريقې وکارول شي، برياليتوبونه به څو چنده زيات شي.

د ۲۲۰۰ کلونو مخکې د چين د کنفوسيويزم مشهور استاذ منسيوس ويلي، که مناسبې طريقې وکارول شي، برياليتوبونه به څو چنده زيات شي. مانا يې دا ده چې مفکورې د حل په لارې او مېتودونه په موثريت پورې اړه لري.

شي جين پينګ د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا په عملي کارونو کې له اړوندو اصولو سره سم سروې او څېړنې ترسره کړې، د ډيالکتيکل ماتيرياليزم(dialectical materialism)د دريځونو او طريقو له ګټو پورته اخيستلو يې واقعي ستونزې حل کړې او په نوې زمانه کې د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا لارښوونه کوي. 

د ۱۹۷۸م کال په دسمبر کې د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د چين اصلاحات او ورخلاصون پيل شوي او له دې راهيسې د دنګ شياو پينګ د مفکورې له مخې، چين هغه تګلارې غوره کړې، چې ځينې کسان او ځينې سيمې له نورو مخکې بډايه کېږي او په تدريج سره د ټولې ټولنې ګډه بډاينه رامنځته کېږي. د دغې تګلارې په پلې کېدو سره د چين ملي اقتصاد چټک پرمختګ موندلی دی.  اکثره خلک يوازې د يادې تګلارې هغه برخه په ذهن کې ياده کړې چې ځينې کسان او ځينې سيمې به له نورو مخکې بډايه کېږي، په حقيقت کې د ټولې ټولنې ګډه بډاينه او شتمني آن د سوسيالېزم بنسټيز اصول دي. دنګ شياو پينګ څو ځلې دې ته ګوته نیولې، چې د سوسياليزم تر ټولو غوره ښېګڼه د ټولو خلکو ګډه بډاينه او شتمني ده او دا د سوسيالېزم اصلي اهميت دی. په نوې زمانه کې چینايان د چيني شکله عصري بهير لپاره هڅې کوي، چې مانا يې د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ عصري کېدل دي. دا د شي جين پينګ په لارښوونې د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا هدف هم دی.

شي جين پينګ ياد هدف ته د رسېدو په پار يو بشپړ پلان جوړ کړ، چې د تماميت او همکارۍ ساتل د دغه پلان د پلې کېدو مهمې او کليدي لارې چارې دي. دغه پلان د مختلفو سيمو د غير متوازن انکشافي ستونزې د حل په ترڅ کې څرګند رول لوبولی دی. چين پراخې سیمې او زيات نفوس لري او هم په مختلفو سيمو کې مختلفې طبيعي سرچينې لري. شي جين پينګ دا نظر لري، چې غير متوازن انکشاف عادي دی، خو بايد د پرمختګ په پروسه کې بيلانس وموندل شي. دا د سيمو د همغږيز پرمختګ ډيالتيک دی. شي جين پينګ له دې مخې په چين هېواد کې د بېجينګ، تيان جين ښارونو او هه بې ولايت د همغږيز پرمختګ، د يانځه سيند د اقتصادي کمربند، د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لويې سيمې ابادۍ، د يانځه سيند د ډيلټا د يو ځای کېدو پرمختګ، د ژيړ سيند سيمې د ايکلوژيکي چاپېريال د ساتنې او د باکيفيته پرمختګ په شمول د سيمه ييز پرمختګ مهمې ستراتيژۍ پلان او ترتيب يې کړی دی. په همدې وخت کې شي جين پينګ د هېواد د لويديځو سيمو د انکشاف، د شمال ختيځې سيمې هراړخيزې سمسورتيا، د منځنۍ سيمې د باکيفيته پرمختګ او په ختيځ کې د عصري کېدو چټکتيا په ګډون د سيمه یيزې همغږۍ پراختيا ستراتيژې پلې کړې دي.