د کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت د ناټو د واشنګټن سرمشریزې اعلاميه وغندله
CMG2024/07/13 11:53:36
شريکول:

د کوريا ولسي ډيموکراتيک جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ١٢مې نېټې د ناټو د واشنګټن سرمشريزې د اعلاميې سخته غندنه وکړه او و يې ويل، دغه اعلاميه ثابتوي چې امريکا او ناټو نړيوالې سولې او امنيت ته تر ټولو لوی ګواښ دی.

نوموړي دغه اعلاميه یو داسې غیرقانوني سند وباله چې د یوه خپلواک هېواد مشروع حقونه يې نقض کړي او په نړۍ کې د نوې سړې جګړې او پوځي تقابل افکار يې خپاره کړي دي.