د چين او فليپين په همکارۍ د تښتونې په پيښه کې درې مشکوک مجرمين چين ته ليږل شوي
CMG2024/07/14 10:41:00
شريکول:

په فليپين کې د چين سفارت د جولای په ۱۳مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو د قانون پلي کوونکې ادارو په همدې ورځ په همکارۍ په فليپين کې د چينايي اتباعو د تښونې په دوسيه کې درې مشکوک مجرمين چين ته ليږلی. دغه عمليات په بهر کې د قماربازي اړوندو جرمونو ته ماتي ورکولو لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ ټينګ هوډ څرګندويي کوي.

په راپور کې افشا شوي، چې د چيني قانون له مخې د هر ډول قماربازي منع دي او د چين حکومت تل د قماربازۍ او تښتونې په شمول جرمونو پر ضد مبارزه کړې او کوي يې.

په راپور کې پر دې ټينګار شوی، چې په فليپين کې د چين سفارت او د فليپين د قانون پلي کوونکې ادارې اړوندو جرمونو ته د ماتې ورکولو په چارو کې نږدې همکارۍ ساتي. چين به د قانون پلي کولو په کارونو کې له فليپيني لوري سره خپلې همکارۍ لا نور هم پياوړې کړي.