د فلسطين د غزې تړانګې روغتيايي څانګې د جولای په ۱۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په جنوب د خان يونس پر ماواش سيمې بمبارۍ کړې چې له امله يې لږ تر لږه ۷۱ تنه وژل او ۲۸۹ تنه ټپيان دي.
اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ ويلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې يې د حماس د دوو مشرانو په ګډون د څو جنګیالیو پر پټنځای بريدونه کړي دي.
حماس په يوه اعلاميه کې د اسرائيلي ځواکونو ياده ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې اسرائيل د خپل بريد د سترې پيمانې د پټولو په موخه دروغ جوړ کړي دي.