د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د چين د کمونېست ګوند د حکومتوالۍ يوه داسې بنسټیزه تګلاره ده چې په ۱۹۷۸م کال کې د چين د هغه وخت مشر دنګ شياو پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند يوولسمې مرکزي کمېټې په درېیمه عمومي غونډه کې خپره شوې وه او په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې په درېیمه غونډه کې يې پرمختګ موندلی دی. د ياد ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه به ژر تر سره شي او موږ به نن په نوې زمانې کې د چين د اصلاحاتو تګلارې په هکله توضيحات ورکړو.
موږ باید د چارو د پرمختګ پر معمولي اصولو ښه پوه شو او د د زمانې له حالاتو سره سم ځان بدل کړو تر څو بريالیتوب تر لاسه کړو. د دې ترڅنګ بايد پر سمې لارې د ټينګار لرلو ترڅنګ د نوې پوهې د لټولو او نوښت لپاره هڅې وکړو.
شي جين پینګ د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې چې هغه مهال تازه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه ټاکل شوی، وويل چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د اوسني چين د برخلیک د ټاکلو يو کليدي ګام او د ده د حکومتوالۍ يو جدي انتخاب دی . تر هغه وروسته د ده په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د پراخوالي عمومي نقشه، عمومي موخه، ستراتيژيک مهم ټکي، پرمختيایي لارې چارې او مهالويش وټاکه او د اصلاحات هر اړخيزه ژورتيا يې پيل کړه او د اصلاحاتو د سيستماټيکو پرمخبيولو لپاره يې هڅې کړې دي.
تر څه باندې لسو کلونو وروسته د ۲۰۲۴ م کال په پيل کې هغه پر دې ټينګار کړی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د چيني شکله عصري کېدو بهير د برياليتوب لپاره يو کليدي ګام دی. له دې څخه څرګندېږي چې دغه تګلاره به د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا بل مهم پړاو ته داخله شي.
کليدي ګام له تاریخ، اوسمهال او راتلونکې سره وصل کېږي
د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې داسې ليکل شوي: چیني شکله عصري کېدل يوه بې سارې چاره ده. موږ باید یوازې پر سم لوري پر تګ ټينګار ولرو، نو خپل پرمختيایی لوری به له لاسه ورنه کړو او سترې تېروتنې به ونه کړو. يوازې د نوښت له لارې به د زمانې په پرمختيايي بهير کې مخکښ تاتې شو.
پر سمې لارې د ټينګار کولو ترڅنګ د نوښت او نوې پوهې د لټولو لپاره به هڅې وکړو چې دغه نظر د چين د تاويزم بنسټ ايښودونکي لاو ځه له خوا وړاندې شوی و. خو هغه هم داسې ويلي چې موږ دې د چارو د پرمختګ پر معمولي اصولو ښه پوه شو او د زمانې له حالاتو سره دې سم ځان بدل کړو تر څو پوره معلومات تر لاسه کړو او اړوندې چارې کنترول کړو. د چين دغه لرغونو نظرونو او ميتودولوژۍ(methodology)د چين د کمونېست ګوند پر حکومتوالۍ او اداري مرام نامه ژوره اغيزه کړې ده. هماغه ډول چې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ويلي و، موږ بايد د نوې زمانې په نوي مزل کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې پر غوره کولو د ټینګار کولو له لارې پرمختیایي مسئلې حل کړو، په پرمختیايي لوري دې له ننګونو او چلنجونو سره مقابله وکړو او د اصلاحاتو په ټينګې ادارې سره دې د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخ بيولو لپاره د منفي نظرونو او ميکانيزمونو نيمګړتياوې لرې کړو.
رئيس شي جين پینګ نه يوازې يادې خبرې ويلي بلکې عملي کړې يې هم دي. هغه د اصلاحاتو هراړخيزې ژورتيا د چيني شکله عصري کېدو د بنسټیز حیاتي ځواک او د عصري کېدو د برياليتوب د يوه کليدي ګام په توګه ټاکلي دي او په عملي بهير کې يې د نظام ابادۍ ته ډېر پام اړولی او د بشپړ، له ساينسي معيارونو سره سمون لرونکی او اغيزمن نظام او سيستم د جوړولو لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې تر څو د هېواد د اداري سيستم د عصري کېدو سويه لوړه شي.
د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره له تاريخ، اوسمهال او راتلونکې سره د وصل کېدو کليدي ګام دی. په نړۍ کې هېڅ هېواد او يا سياسي ګوند نه شي کولی چې په دومره لنډ وخت کې په پراخو سيمو کې اصلاحات تر سره کړي او نه هم کوم هېواد اويا سياسي ګوند د اصلاحاتو په بهير کې تاريخي بدلونونه راوستلی شي.