د امريکا د پټو عملياتو ادارې د جولای په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې يو بريدګر د د يوې کمپايني غونډې په ترڅ کې د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ ډزې کړې چې له امله يې دغه بريدګر او د غونډې يو ګډونوال وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. اوس د دغې پېښې پلټنه روانه ده.
دونالډ ترمپ په همدې ورځ پر يوې ټولنيزې رسنۍ ليکلي چې ښی غوږ يې د ډزو له امله ټپي شوی دی.