سوريه: زموږ له خاورې د ترکي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو اړيکو د عادي کېدو اساس دی
CMG2024/07/14 10:20:28
شريکول:

د سوريې خارجه وزارت د جولای په ۱۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، دا چې ترکيه له سوريې څخه خپل ناقانونه ميشت ځواکونه وباسي، د دواړو هېوادونو اړيکو د بېرته عادي کېدو لپاره اساس دی.

د دغې اعلاميې له مخې، د سوريې او ترکيې اړيکو د پوره عادي کېدو په پار هر ډول وړانديز بايد د ترکي ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ ضد د مبارزې پر بنسټ وي. ځکه چې داسې ترهګر نه يوازې د سوريې، بلکې د ترکيې امنيت ته هم ګواښ دی.