د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت مرکزي اژانس د جولای په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد د دفاع وزارت وياند په همدې ورځ د امريکا او کوريا جمهوريت لخوا د کوريا په ټاپووزمه کې د ذروي ګواښ او جنګ د لارښوونې سند له لاسليک سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او د دې کار سخته غندنه يې کړې ده. د دغه وياند په خبره، د ديموکراتيکې کوريا ځواکونه به د ذروي جنګ د مخنيوي په پار اغېزمن اقدامات خپل کړي څو ملي امنيت يې ټينګ کړي.
ياد وياند ويلي، امريکا او کوريا جمهوريت د ناټو د واشينګټن په سرمشريزې کې دا سند لاسليک کړی او غواړي په ګډو هڅو سره د ديموکراتيکې کوريا پر ضد د ذروي جنګ لپاره تياريانې ونيسي.