شي جين پينګ به د ۱۴۰مليونو خلکو لارښوونه وکړي چې د اصلاحاتو نوې پاڼه پرانيزي
CRI2024/07/14 16:57:32
شريکول:

شي جين پينګ د ۲۰۱۲م کال په دسمبر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خپل لومړي سفر لپاره ګوانګ دونګ ولايت انتخاب کړ چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې مخکښ او د پيل ځای بلل کېږي. هغه په دې سفر کې اعلان کړی، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون پريکړه سمه ده او موږ بايد پر دې لارې ټينګار وکړو تر څو هېواد سمسور او خلک نيکمرغه شي.

شي جين پينګ په څه باندې لسو کلونو کې په پر له پسې ډول د اصلاحاتو عمومی لوری تنظيم کړی او د دغې تګلارې د تطبيق لپاره يې هڅې کړې او کوي يې.

۲۰۲۴م کال په نوې زمانه کې د اصلاحاتو ژورتيا په پروسه کې مهم کال دی. شي جين پينګ به د ۱۴۰مليونو خلکو لارښوونه وکړي چې د اصلاحاتو نوې پاڼه پرانيزي.